عصمت الله سليمي
د عوایدو د بررسۍ رئيس
عصمت الله سلیمي د حاجي محمد سلیم زوی اصلاً د کندهار ولایت د ارغنداو ولسوالۍ اوسیدونکی چي له لسگونو کلونو راهيسي د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کي اوسيږي، پر ۱۳۶۷ لمريز کال د کندهار په یوې دينداري او علمي کورنۍ کي پیدا شوی دی.
ښاغلي سليمي چي د ماسټرۍ تر کچي لوړي زدهکړي لري، لومړنۍ زدهکړي د کندهار ښار د دويمي ناحیې د امام ابوحنیفه (رح) مدرسه کي کړي دي او وروسته یې د خپل ورور شیخ الحدیث الحاج مولوي عنایت الله صاحب څخه دیني زدهکړي تر وړې دورې پوري حاصلي کړي او عصري زدهکړي یې تر يوولسم ټولگي پوري د کندهار ښار د ظاهرشاهي عالي ليسې کي حاصلي کړي او له مکتب څخه فراغت یې په کابل کي د خواجه عبدالله انصاري (رح) ليسې کي ترسره کړی دی.
نوموړی د کندهار د ادارې او حسابدارۍ انسټیټيوټ ته پر ۱۳۹۲ لمريز کال بريالی او پر ۱۳۹۴ لمريز کال د عمومي اول نمره په اعلی درجې تري فارغ شوی دی چي بیا د کندهار میرویس نیکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته د ځانگړي ازمويني له لاري بريالی او پر ۱۳۹۸ لمريز کال تري په اعلی درجه فارغ شوی دی.
په آکاډمیکي برخي کي له ۱۳۹۴ لمريز کال راهيسي د کندهار د ادارې او حسابدارۍ انسټیټيوټ کي کادري استاد پاتي شوی او په عين وخت کي د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د لویدیز زون د امنیتي او کنټرول منېجر دنده اجراء کړي ده او پر ۱۳۹۸ لمريز کال د آزادي سيالۍ له لاري و ملالۍ خصوصي پوهنتون ته د کادري استاد پر دندي بريالی شوی او هلته یې د استادۍ سپيڅلي دنده مخ ته وړې ده چې په ۱۳۹۹ لمريز کال د استادۍ تر څنگ د ملالۍ خصوصي پوهنتون د مالي او اداري مرستيال په صفت دنده ترسره کړې او تر څنگ یې د کابل دنیا پوهنتون څخه د سوداګریزي ادارې برخه کي د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.
د همدې علمي او آکاډمیک سفر تر څنگ د انگرېزي، کمپيوټر او اقتصادي اختصاصي مضامینو استاد او د جي آی زېډ مؤسسې په مختلفو ټرینېنگونو (روزنيز ورکشاپونو) کي د روزونکي او استاد دنده اجراء کړې ده.
په څېړنیزي برخي کي یې دوې ملي مقالې د (سود او اقتصادي اغيزي یې د کندهار پر اقتصاد) او (خصوصي سکټور کي د کارمندانو عدم رضایت او عوامل یې) تر عنوانونو لاندې څېړلي دي او د ملالۍ پوهنتون د څېړنيز مرکز علمي مجلې کي خپرې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د افغانستان تر فتحې وروسته ښاغلی عصمت الله سليمي د مشرانو دلزوم دید له مخي د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست کي د عوایدو د بررسۍ رئیس وټاکل شو چې لا تر دې دمه همدغه دنده پر مخ وړي.