• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د داخلي پلټنې لوی رئیس سره غونډه

    IMG_3869.JPG

    27 سنبله 1401
    ۲۱ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۷ وږی ۱۴۰۱ لمريز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج د دغه وزارت د داخلي پلټنې له رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد سره په خپل کاري دفتر کې غونډه وکړه.
    څه موده وړاندې د مالیې وزارت د داخلي پلټنې لوی رئیس ښاغلي خالد له خپل مله پلاوي سره پنجشېر ولایت او د ختیز زون ولایتونو (لغمان، ننگرهار، کونړ او نورستان) ته د مستوفیتونو د کړنو د ارزونې په موخه سفر کړی ؤ.
    په دې غونډې کې نوموړي د خپلو موندنو پایلې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج سره شریکې کړې او په پورتنیو مستوفیتونو کې یې د اصلاحاتو او د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو په اړه خپل وړاندیزونه او مشورې د عوایدو لوی رئیس سره شریکې کړې.
    د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج د دغه وزارت د داخلي پلټنې لوی ریاست هڅې د قدر وړ وبللې او د دغو موندنو اصلي ټکي يې په گوته کړل.
    ورپسې يې د عوایدو لوی رياست اړوندو ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د یاد ریاست پوښتنو او استعلامونو ته ژر تر ژره ځوابونه ورکړي چې اړين او بشپړ شفافیت رامينځته شي.