• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ اداري غونډه ترسره شوه

    د رهبری جلسی.png

    26 سنبله 1401
    ۲۳ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رهبرۍ لاندې چې د دغه رياست نور اړوند رئيسان هم حاضر وو، د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې اوونيزه غونډه وکړه.
    په دغې اداري غونډې کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د ۱۴۰۱ مالي کال پر ټاکل شوي عوايدي اهدافو، د ۱۴۰۱ مالي د کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د جوړو شويو کمېټو پر کاري گزارش، د مالياتي محاسبينو پر پياوړتيا او مالياتي ادارو ته د ناثبت شويو کمېشنکارانو د ننوتلو د مخنيوي پر لارو چارو، د بهرنيو هېوادونو دولتونو او د مخکېني دولت تر مينځ د شويو هوکړه‌ليکونو پر بنسټ د معافيت پر اجراء او نااجراء کېدو، د ناخالصو عوايدو د مجموع په پرتله د حقيقي او حکمي اشخاصو پر عايداتو باندې د مالياتو د ثابتې ماليې د کچې پر مقايسوي تحليل او د ماليې وزارت او د افغانستان بانک تر مينځ د برېښنايي عوايدو د راټولولو له پاره پر هوکړه‌ليک (تفاهمنامې) باندې بحث شو.
    د غونډې په پای کې پر پورتنيو مواردو باندې تر هراړخيز بحث کولو وروسته غوڅندې پرېکړې وشوې او د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج له لوري اړينې لارښوونې وکړې.
    د یادنې وړ ده چې د عوايدو لوی رياست اداري غونډه په هرې اوونۍ کې د چارشنبې پر ورځ نيوله او ترسره کېږي او د اړوند رياست ډېری مسئلې په کې بحث کېږي.