• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د قراردادي بستونو د ازموينې خبرتيا

    دا چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري (۱۰۵۸) قراردادي بستونه اعلان شوي وو او هغو هېوادوالو چې د ازموينو ملي ادارې د آنلاين فورمې له لارې يې غوښتنليکونه استولي وو، په ډېر درنښت سره خبر ورکوو چې د دغو قراردادي بستونو په ازموينې کې د گډون په موخه د بايومټريک معلوماتو د ثبت او په ازموينې کې د گډون کولو له پاره د کارت اخيستلو او د ازموينې د اخيستلو نېټې او مهالوېش د ازموينې ملي ادارې له خوا اعلان شوي دي.
    ښاغليو هېوادوالو! د پورتنيو پړاوونو يعنې د بايومټريک معلوماتو د ثبت او د ازموينې د کارت د اخيستلو پر مهال اصلي پېژندپاڼه يعنې تذکره او يا پاسپورټ او د لېسانس د تحصيلي سند اصلي کاپي له ځان سره راوړئ.