• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی ریاست د تنفیذ او غاړې اېښودلو رئیس د معرفۍ غونډه

    0M1A4773.JPG

    8 اسد 1401
    ۸ زمری ۱۴۰۱/ ۱ محرم الحرام ۱۴۴۴
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج له لوري ښاغلی دوست محمد حقاني د عوایدو د تنفیذ او غاړې اېښودلو رئیس په حيث د دغه ریاست کارکوونکیو ته وروپېژندل شو.
    په دغې غونډې کې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج وویل: دغه ریاست د عوایدو د راټولولو او د بیت المال د پياوړتيا په برخې کې مهمه اداره گڼل کېږي چې غوره کارپوه او سالم مدیریت ته اړتیا لري او د ښاغلي دوست محمد حقاني تېرو ښو تجربو ته په پام لرلو سره دا هيله شته چې د غوره سلوکو او د قانون د محورۍ له طرز څخه په گټې اخيستنې سره د دغې ادارې د بریالیتوب سبب وگرځي.
    ورپسې د عوایدو د تنفیذ او غاړې اېښودلو رئیس ښاغلي دوست محمد حقاني د مالیې محترم وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې د څرگندولو تر څنگ نظام ته د خدمت کولو په برخې کې د ژمنتيا او هلو ځلو او د دغې ادارې د چارو د مخ ته وړلو او د هغې د اهدافو تر د تر لاسه کولو په اړه ډاډ څرگند کړ او د دغه رياست د منسوبينو د گډې همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
    غونډه د خیر پر دعا پای ته ورسېده.