• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عارضينو د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې خبرتيا


    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ټولو ښاغليو ماليه ورکوونکيو ته په درنښت خبر ورکوي چې مالياتي ادارو ته د عريضې کولو پر مهال دې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه (TIN) په خپل غوښتنليک کې وليکي او يا دې هم د هغه يوه کاپي له غوښتنليک سره مله کړي. که چېرې عريضه کوونکی د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه (TIN) ونه لري، نو لومړی دې هغه تر لاسه کړي او بيا دې خپل غوښتنليک مالياتي ادارې ته وړاندې کړي.
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست دغه گام د ماليه ورکوونکيو د مالياتي چارو د بهير د اسانتيا او چټکتيا له پاره پورته کوي، ځکه چې په دې سره مالياتي ادارې ته ډېره اسانتيا حاصلېږي، د ماليه ورکوونکي مالياتي ريکارډ په اسانۍ سره موندل کېږي او د غوښتنليک بهير په چټکۍ سره ترسره کېږي چې په ټوله کې د چارو د چټکۍ لامل کېږي.
    د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د اړيکوال مرکز د (۱۰۰۰) شمېرې او يا هم د رسمي برېښليک (info.ard@mof.gov.af) له لارې اړيکي ټينگولی شئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی.