• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عينک د مسو کان د قراردادي کمپنۍ له استازيو سره ليدنه

    31 جوزا 1401
    ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۱/ ۲۱ ذي‌القعده ۱۴۴۳
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپل کاري دفتر کې د عينک د مسو کان د قراردادي استخراجي کمپنۍ له استازي پلاوي سره وليدل او د اړوند استخراجي کان د مالياتو په اړوند يې سره هراړخيزې خبرې وکړې.
    آغلې ژانگ قي چې د دغه پلاوي مشري يې کوله، په خپلو خبرو کې وويل: موږ خوښ يو چې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له نږدې څخه گورو او ډېره ښه شوه چې د عينک د مس کان د ماليات په اړوند مو بحثونه وکړل او ستاسې د ډاډېينو ډېره مننه کوو.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې وويل: د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ور د هر وگړي پر مخ خلاص دی او زموږ همېشنۍ هڅه دا ده چې د خپلو ماليه ورکوونکيو او مراجعينو له پاره د مالياتي چارو د چټکتيا په موخه په قوانينو، طرزالعملونو، لارښودونو او نورو اړوندو مسئلو کې اړينې اسانتياوې برابرې کړو چې پانگوال راشي او دلته پانگونه وکړي.
    معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: تر بل هر وخت په افغانستان کې د پانگونې له پاره زمينې او شرايط برابر شوي دي، ځکه چې هر ډول امنيت خوندي دی او هر څوک په ډاډه په زړه اوس خپل کاروبارونه پر مخ وړلی شي.
    د يادونې وړ ده چې د دغې ليدنې پر مهال د عوايدو په برخې د وزير مشاور ښاغلی نجيب الله احمدزی، د عوايدو لوی رياست اړوند تخنيکي مرستيال ښاغلی عبدالولي نوري، د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلی عبدالقيوم نصير، د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلی ندا محمد صديقي او نور منسوبين حاضر وو.