• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کانونو او پټروليم وزارت او ملي پراختيا شرکت له استازيو سره د عوايدو لوی رئيس ليدنه

    25 جوزا 1401
    ۲۵ غبرگولی ۱۴۰۱/ ۱۵ ذي‌القعده ۱۴۴۳
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د کانونو او پټروليم وزارت څخه د ملي پراختيا شرکت د شمال د ډبرو سکرو د رويالټي پورونو د لېږدولو په موخه د دغه شرکت او د کانونو او پټروليم وزارت له استازيو سره ليدنه ترسره کړه.
    د ملي پراختيا شرکت د شمال د ډبرو سکرو د رويالټۍ له مخه په ۱۴۰۰ مالي کال کې د کانونو او پټروليم وزارت څخه شاوخوا ۹۶۴ ميليونه افغانۍ پوروړی دی، دا چې دغه پورونه په کوم ميکانېزم د کانونو او پټروليم وزارت حساب ته ولېږدول شي، په دې اړوند د ملي پراختيا شرکت له مالي معين ښاغلي شريفي سره د عوايدو لوی رياست په کاري دفتر کې هراړخيز بحثونه ترسره شول.
    په پای کې پرېکړه وشوه چې د دغو پورونو د لېږد له پاره به د ماليې وزارت، د کانونو او پټروليم وزارت او د ملي پراختيا شرکت تر مينځ يو هوکړه‌ليک (توافقنامه) ترتيبېږي چې د هرې ادارې مسؤليتونه به په کې واضح او د هغو له مخه به خپلې کړنې ترسره کوي.
    د يادونې وړ ده چې په دې ليدنې کې د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين، د کانونو او پټروليم وزارت کارپوه ښاغلي مختار او د دولتي ادارو د عوايدو د تعقيب او تحليل آمر ښاغلي عمرخېل هم گډون کړی ؤ.