• مالیه ما، کشور ما، آیندۀ ما info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کوچنيو ماليه ورکوونکيو د سرپرست رئيس گومارل

    16 جوزا 1401
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست سرپرست رئيس د خپلې ادارې کارکوونکيو د گومارلو له پاره وروپېژندل شو.
    د ماليې وزارت د محترم مقام د دفتر لوی رئيس ښاغلي انجينر زبير او د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج له لوري د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست کارکوونکيو په شتوالي کې ښاغلی انجينر عبدالله د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست د سرپرست رئيس معرفي شو.
    په پای کې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست دفترونه او شعبې وڅارلې او د هغوی د ورسپارليو چارو د غوره‌والي او ښه‌والي په برخې کې اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.