• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د هټيوالو او کسبگرو د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې خبرتيا

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست په پلازمېنې کابل او مستوفيتونو کې ټولو د کوچنيو کاروبارونو لرونکيو (هټيوالو او کسبگرو) ته په خورا درنښت سره خبر ورکوي چې د دوی د مالياتي چارو د چټکتيا، د مالياتي دوسيو او ريکارډ د ښې خونديينې او د مالياتي جريمو د مخنيوي له پاره اړين دي چې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه (TIN) تر لاسه کړي.
    د هېواد د نافذه قوانينو پر بنسټ، که چېرې يو ماليه ورکوونکی د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه ونه لري، نو له مالياتي جريمو سره مخ کېږي او د کوچنيو کاروبارونو لرونکيو (هټيوالو او کسبگرو) ته د اسانتياؤ په موخه په پلازمېنې کابل کې د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې مرکزي آمريت او په ولايتونو کې د مستوفيت د ادارو ته په برېښنايي ډول د دغه لېنک (http://tin.ard.gov.af) په کېکاږلو سره د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې غوښتنليک ته سر ورښکاره کولی، ډکولی او تعقيبولی شي او په فزيکي ډول د دغه قانوني سند د چمتووالي پر مهال د تر لاسه کولو له پاره ټاکلې ادارې ته ورتللی شي او د دغو ادارو دروازې تل د هېوادوالو پر مخ پر مخ پرانيستې دي.
    د لا زياتو معلوماتو له پاره د عوايدو لوی رياست د اړيکوالو خدمتونو مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې او د دغه رياست له رسمي برېښليک (info.ard@mof.gov.af) سره اړيکه ټينگولی شئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی