• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو خبرتیا

    د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې ۳۳ مادې له مخه ټول مالیاتي محاسبین چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند او نور مالیاتي خدمتونه وړاندې کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چي د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د څلورمې دورې بهير پیل کړي.
    په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرايطو لرونکي وي، د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري يا حمل مياشتې له ۲۵ نېټې څخه د غبرگولي يا جوزا مياشتې تر ۱۰ نېټې پورې د گمرکونو او عوایدو معینیت کې د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو لوی مدیریت ته دې مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورمې دې تر لاسه کړي.

    د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط
    (۱) د مالیاتي چارو د ادارې قانون د ۳۳ مادې پر لومړنۍ فقرې سربېره لاندېني شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت له پاره په نظر کې ونیول شي:
    • شخص باید پر قانوني امورو مکلف وي،
    • په اقتصاد، محاسبې، ACCA، حقوق، ادارې او سوداگرۍ کې د اسنادو په کتو حد اقل د لېسانس تر کچې د لوړو زده کړو لرونکی وي،
    • د دولت رسمي او برحال اداري کارکوونکی نه وي،
    • د محکمې له خوا د مجرم په توگه پېژندل شوی نه وي،
    • شخص به بل شخصي شرکت نه لري چې د منافعو د تضاد مخنیوی شوی وي.
    (۲) د مالیاتي مشورتي شرکت مسؤلین که پر پورتنيو شرايطو برابر وي، د دې طرزالعمل په رڼا کې د جواز مستحق دي او هم نور مالیاتي محاسبین په خپل دفتر کې استخدامولای شي.

    د ازموینې پوښتنې
    ۱. مالیاتي قوانین، پر عایداتو باندې د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښود او همدا رنگه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه،
    ۲. د محاسبې اساسي اصول،
    ۳. سوداگریزه محاسبه،
    ۴. مدیریتي حسابداري،
    ۵. مالي حسابداري،
    ۶. د پانگونې او شرکتونو قانون، سوداگریز قوانین او نور مالي قوانین.
    پر شرایطو برابر کسان له پورتنۍ مرجع څخه د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولی شي او تر ډکولو وروسته دې د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره یو ځای بېرته اړوندې مرجع ته دې وسپاري او یا دې په برېښنايي ډول لاندېنيو برېښليکونو ته واستوي.
    د لازیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښنليکونو سره اړيکه ټينگولی شئ.
    د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۰۰۵ – ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵
    برېښليکونه: obaid.arabzai@mof.gov.af / ebad.darman@mof.gov.af