• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    معراج: راځئ چې په یوه نوي تعهد سره خپلې دندې ترسره کړو

    500t.jpg

    18 ثور 1401

    ۱۷ غويی ۱۴۰۱ لمریز
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج د کوچني اختر مبارکي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د گمرکونو او عوایدو معینیت په انگړ کې د دغه معينيت له کارکوونکیو سره یو ځای ونمانځله.
    په دې مراسمو کې ښاغلي معراج ټولو کارکوونکیو ته د کوچني اختر مبارکۍ تر څنگ په خپلو خبرو کې وویل: راځئ چې په یوه نوي تعهد سره خپلې دندې ترسره کړو او د زړه له کومي څخه خپل وطن ته خدمت وکړو، ځکه چې موږ او تاسې د دې وطن اصلي بچیان یو او همدا زموږ او ستاسې وطن دی، هیڅ پردی موږ ته وطن نه جوړوي، تر څو موږ په خپله کار ونه کړو.
     د یادونې وړ ده چې د دغو مراسمو پر مهال د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د منځنیو مالیه ورکوونکیو رئیس مولوي عبدالسلام مسلم، د ولایتونو د عوایدو د پراختیا او انسجام رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین، د عوایدو د سیسټم رئیس جلال احمدزي، د گمرکونو لوی ریاست مرستیال عمر مومند او د گمرکونو او عوایدو معینیت ټولو منسوبینو گډون کړی ؤ.