• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د سودا گرۍ او صنعت وزارت له استازیو سره غونډه وشوه

    0M1A3514.JPG

    7 ثور 1401
    د جوازونو د کیفیت لوړونې په موخه د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج په مشرۍ د سودا گرۍ او صنعت وزارت له استازیو سره غونډه وشوه
    په دې غونډې کې د جوازونود کیفیت لوړونې په اړه د یو نوي میکانیزم پر رامینځته کېدا، د جوازونو د ستونزو پر حل، د سیسټمونو پر تړل کېدا او د جوازونو د لغوې او انتقال پروسې پر چټک کېدا باندې هراړخیز بحث وشو.
    همدارنگه په دې غونډې کې پر داسې طرحې باندې خبرې وشوي چې له مخه به یې جوازونه یوازې اصلي سودا گر تر لاسه کولي شي او د سیسټمونو د تړل کېدا او پرمختگ له پاره د سودا گرۍ او صنعت وزارت او مالیې وزارت په گډه د تخنیکي ټیمونو پر جوړېدا او په راتلونکي کې د جوازونو د کیفیت د لوړېدو په موخه د یوې کارې کمېټې په رامینځته کېدا ټینگار وشو.