• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    له مستوفيانو سره د عوايدو لوی رئيس آنلاين ويډيو کنفرانس

    1.jpg

    1 عقرب 1400
    ۱ لړم ۱۴۰۰ لمريز/ ۱۶ ربيع الاول ۱۴۴۳ سپوږميز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د هېواد له ټولو مستوفيانو سره په آنلاين بڼه د ويډيويي کنفرانس اړيکه ټينگه کړه او د مالياتي چارو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وويل: “د عوايدو د راغونډولو په برخې کې دې خپلسري ونه اوسي، بايد يو مسؤل کس ورته معلوم واوسي او زموږ ټولې مالياتي تعرفې او تعاملات دې د عوايدو د ادارې معلوماتي سيسټم يا RMIS له لارې چاپ او ترسره شي.”
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: “په همدې ډول د عوايدو لوړوالي ته بايد جدي پام وشي او د عادي چارو د پر مخ بېولو تر څنگ دې ولايتي کارکوونکي د نويو عوايدو سرچينو پر څېړنو او موندنو کار وکړي.”
    د دغه ويډيويي کنفرانس پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس احمد شاه شاکر مستوفيانو ته په خپلو خبرو کې وويل: “موږ د کارونو د ښه والي له پاره ژمن يو چې د ولايتي کارکوونکيو له پاره په مرکز کې روزنيز ورکشاپونه جوړ کړو او د دوی کاري وړتياوې ورباندې ښې شي.”
    په پای کې د عوايدو لوی رئيس د ولايتونو د مستوفيانو د اخيستل شويو ستونزو او وړانديزونو په اړه وويل چې د حل لارې به ورته گوري او تر لوړو مقاماتو به يې رسوي.