• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د کابل د خصوصي ښوونځيو ټولنې له استازيو سره وليدل

    1.jpg

    28 میزان 1400
    ۲۸ تله ۱۴۰۰ لمريز/ ۱۳ ربيع الاول ۱۴۴۳ سپوږميز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د کابل د خصوصي ښوونځيو ټولنې له استازيو سره وليدل او د ښوونځيو د اړوندو مالياتو په اړه يې هراړخيزې خبرې وکړې.
    د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج راغليو استازيو ته د هرکلي تر څنگ وويل: “د هېواد د چارو د پر مخ بېولو او چلولو له پاره ماليه ډېره اړينه ده او همدغه ماليه ده چې پر ټولنيزو خدمتونو لکه روغتيا، تعليم، بيارغونې او نورو گڼو برخو باندې لگول کېږي.”
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: “نو له تاسې هيله کوو چې د ماليې ورکړې فرهنگ لا پياوړی کړو او له دې چارې څخه هيڅ څوک مستثنی نه دي، ځکه چې په دغې ماليې کې د هېواد د ټولو بچيانو لکه کونډو، يتيمانو، د شهيدانو د کورنيو او هر يوه برخه ده.”
    د خبرو اترو په مينځ مينځ کې د عوايدو لوی رئيس د راغليو استازيو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او په اړوند يې بېلابېلې حل لارې او لارښوونې وکړې.