• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکونکي د پیژندني شمېرې به آنلاین بنه تر لاسه کول‎‎‎‎

    د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې (TIN) د تر لاسه کولو له پاره اړتيا نه شته چې په اوږدو اوږدو کتارونو کې په تمه ودرېږئ؛ اوس د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې په آنلاين بڼه هر وخت او له هر ځای څخه غوښتلی او تر لاسه کولی شئ.
    په آنلاين بڼه د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې د تر لاسه کولو له پاره د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې (ard.gov.af) په سر ورښکاره کولو سره د “برېښنايي خدمتونه” مينو کې “د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېره” وټاکئ. په دې برخې کې “د ماليه ورکوونکي د پېژندنې شمېرې غوښتنليک” د لېنک په کېکاږلو او يا هم نېغ په نېغه د (tin.ard.gov.af) لېنک ته په ورتللو سره خپله ژبه وټاکئ. ورپسې “د پېژندنې شمېرې غوښتنليک” تڼۍ کېکاږئ.
    په لومړۍ برخې کې د پېژندنې شمېرې د تصديقليک ژبه غوره او شخصي معلومات مو لکه لقب، نوم، تخلص، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اړيکشمېره، برېښليک او نور مطلوب معلومات وليکئ.
    په دويمې برخې کې د تذکرې او يا د پاسپورټ د معلوماتو په ليکلو سره د هغو سافټ کاپي ضميمه او د پېژندنې شمېرې د تصديقليک د تر لاسه کولو له پاره مو مالياتي مرکز غوره کړئ.
    د “مسلکي معلومات” په برخې کې لومړی مو هغه دنده يا کاروبار وټاکئ چې په کې بوخت يئ او وروسته مو د کاروبار بڼه وټاکئ.
    په پای کې درکړل شوی ځانگړی کوډ په انگرېزي ژبې وليکئ او د ليکل شويو معلوماتو تر بياکتنې او د سموالي د ډاډ تر حصول وروسته د ثبت تڼۍ کېکاږئ. د ثبت تڼۍ تر کېکاږلو وروسته سيسټم تاسې ته د غوښتنليک يوه شمېره درکوي.
    “د غوښتنليک لټون” د تڼۍ په کېکاږلو سره د پلټنې پاڼې ته ورننوتلی او د غوښتنليک د شمېرې، اړيکشمېرې او يا هم د تذکرې د گڼې په ليکلو سره خپل غوښتنليک پلټلی او د پېژندنې شمېرې د تصديقليک د غوښتنليک د ټولو پړاوونو لکه حصول، تأئيد، چاپ او يا هم رد په اړوند ډاډ حاصلولی شئ.
    که چېرې معلومات مو ناسم او يا هم مشابه ليکلي وي، د “سمون” تڼۍ په کېکاږلو سره يې يو ځل بيا سمولی او بېرته استولی شئ.
    د پېژندنې شمېرې د تصديقليک د چاپي بڼې د تر لاسه کولو له پاره له خپلې اصلي تذکرې يا پاسپورټ سره ټاکل شوي مالياتي مرکز ته ورشئ او تر لاسه يې کړئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی