• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ننگرهار سوداگرو د ستونزو د اورېدلو غونډه ترسره شوه

    ningarhar.jpg

    19 اسد 1400
    نن (۱۴۰۰ لمريز د زمري پر ۱۷) د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين عالم شاه ابراهيمي او د عوايدو لوی رئيس نصرالله دراني د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې له مرستيال، د دغې خونې له استازيو او د ننگرهار ولايت له سوداگرو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې ليدنه ترسره کړه.
    په دغې غونډې کې لومړی د ننگرهار ولايت سوداگرو خپلې ستونزې وويلې او ورپسې د گمرکونو او عوايدو معين عالم شاه ابراهيمي ستونزو ته د حل لارو په موندلو د اړينو لارښوونو په وړاندې کولو سره وويل: د گمرکونو او عوايدو معينيت روڼتيا، د کاري بهيرونو د اسانتيا او په همدې ډول د مفسدينو د سزا رسولو ته ته ژمن دی او له ټولو ښاغليو سوداگرو څخه هم غواړو چې په دې برخو کې له موږ سره همکار واوسي.
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس نصرالله دراني د ننگرهار سوداگرو د راتگ د هرکلی تر څنگ وويل: د عوايدو لوی رياست د ستونزو د حل له پاره اړين اقدامات لري او له ټولو ښاغليو سوداگرو څخه هم غواړو چې د خپلې مالي برخې له پاره مسلکي کسان وگوماري چې د ستونزو د رامينځته کېدا مخنيوی ورباندې کېږي.
    غونډه د بررسۍ د پای گزارش، د جوازونو د تمديد له پاره د خدمتونو د وړاندې کولو او له ولايتونو څخه مرکز ته د دوسيو د انتقال پر هراړخيزو بحثونو باندې پای ته ورسېده.