• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو د درېيم پړاو ازموينه واخيستل شوه

    mhasbin.jpg

    17 اسد 1400
    د مالياتي محاسبينو د درېيم پړاو رقابتي ازموينه د ۱۴۰۰ لمريز د زمري مياشتې پر ۱۶ د شنبې پر ورځ د ماليې وزارت د گمرکاتو او مالياتو آکاډمۍ کې له ۴۵ غوښتونکيو څخه چې مخکې له مخکې يې نومليکنه کړې وه، واخيستل شوه.
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري د رقابتي ازموينې د اخيستلو په اړوند خوښ شو او د ازموينې گډونوالو ته يې د پوښتنو او د ازموينې د مېتود په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل.
    د ازموينې د پايلو تر اعلان وروسته به هغو گډونوالو ته چې په رقابتي ازموينې کې بريالي شي، د مالياتي محاسب تصديقليک ورکړل شي.