• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۷۵ سلنې مازاد مفاد د پورونو د تر لاسه کولو په اړه غونډه وشوه

    maqhrozit.jpg

    5 اسد 1400
    له دولتي شرکتونو (تصدیو) سره د تېرو جلسو په دوام د ۷۵ سلنې مازاد مفاد د پورونو د تر لاسه کولو په اړه نن د ۱۴۰۰ لمريز د زمري مياشتې پر څلورمه نېټه د عامه ساتنې ملي تصدۍ، د اوبلنو غازو او نفتي توکيو شرکتونو، د صکوکو مطبعې او افغان غاز استازيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.
    د گمرکونو او عوایدو معین عالم شاه ابراهیمي له دولتي شرکتونو او د عامه ساتنې ملي تصدۍ څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د خپلو پورونو د ورکړې په وړاندې د پرتو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هغو د حل له پاره دې معقولې لارې پيدا او وړانديز کړي.
    همدا راز هغه د غونډو گډونوالو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو پورونو د ورکړې پلان دې چمتو کړي او خپل پورونه دې د هغو له مخه ژر تر ژر ورکړي.
    تر هراړخيز بحث وروسته دولتي شرکتونو او تصديو د خپلو پورونو په اړوند ژمنه وکړه چې په راتلونکيو څو ورځو کې به د خپلو پورونو څه برخه د ماليې وزارت ته تاديه کړي.