• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    نولسمه ماده: دنه مجرایي وړ لگښتونه

    پر عايداتو باندې د مالياتو قانون
    نولسمه ماده:
    (۱) د لاندې اقلامو په شمول د شخصي لگښتونو کسر او وضع کول غیرمجاز دي او د مجرایۍ وړ نه دي:
    ۱- هغه ورکړې (تادیات) چې د مالیه ورکوونکي یا یې د کورنۍ د گټې او خوښۍ په غرض اشخاصو ته صورت مومي.
    ۲- د مالیه ورکوونکي یا یې د کورنۍ د حوېلۍ یا د اوسېدو د ځای د ساتنې او څارنې، ترمیمولو، تعمیر، د مفروشاتو د اصلاح لگښتونه او نور لگښتونه او یا هر مال او ملکیت چې د مالیه ورکوونکي یا یې د کورنۍ گټې اخيستنې ته مختص وي.
    ۳- پر شخصي دیونو باندې ټکټ پولي.
    ۴- د کار ځای ته د تلو راتلو لگښتونه او د شخصي مقصدونو لپاره د سفر لگښتونه.
    ۵- د ژوند ټکر (تصادم) او روغتیا د بیمې او مالیه ورکوونکي او د هغه د کورنۍ د خوندیتوب په منظور د نورو د ادعا پر خلاف د بیمې لگښت.
    ۶- د هغو مالونو او ملکیت چې په شخصي مقصدونو تر گټې اخيستنې لاندې نیول کېږي، د ساتنې په غرض د هر ډول بیمې لگښت.