• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مضاعف مالياتو د ورکړې د مخنيوي هوکړه

    jalasa 1.jpg

    15 جوزا 1400
    د افغانستان اسلامي جمهوريت او د عربي متحده اماراتو تر مينځ د مضاعف مالياتو د ورکړې د مخنيوي د هوکړه ليک د نهايي کولو د دويم پړاو مذاکره چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرگولي مياشتې پر يوولسمې نېټې پيل شوې وه، نن د غبرگولي مياشتې پر ديارلسمې نېټې د پنجشنبې پر ورځ پای ته ورسېده او دواړه لوري تر درې ورځنۍ مذاکرې وروسته د مضاعف مالياتو د ورکړې د مخنيوي د څرنگوالي په اړه سره هوکړې ته ورسېدل.
    دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو د پانگوالو د پام رااړولو او ملاتړ په موخه په نږدې وخت کې لاسليک کېږي، خو يوازې په دوو ټکيو کې کوچنی اختلاف پاتې دی چې په نږدې وخت کې به دواړه لوري د هغو په اړه هم يوې هوکړې ته سره ورسېږي.
    د افغان مذاکراتي پلاوي رياست د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال عبدالولي نوري پر غاړه ؤ او په ابوظبي کې د افغانستان سفارت استازی هم په دې مذاکرې کې برخه درلوده.