• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پر عايداتو باندې د مالياتو قانون

    اتلسمه ماده (د مجرايۍ وړ لگښتونه):
    ۹- ددرېيو کلونو په ترڅ کې منقولو او غیرمنقولو مالونو ته له حریق، زلزلې او نورو ناڅاپي پېښو څخه ورپېښ شوي زیانونه، په دې شرط چې بیه یې تثبیت وي او په دې هکله مثبت سند وړاندې او د بیمې د مؤسسو له خوا جبران شوي نه وي.
    ۱۰- پر عایداتو باندې د مالیاتو د تعلیماتنامې مطابق په کار یا سوداگرۍ کې له نه تر لاسه کېدو وړ پورونو څخه رامينځه شوی زیان.
    ۱۱- د هغه حکمي شخصیت په واسطه چې د هېواد د نافذه قوانینو مطابق تأسیس شوی وي، پر پیسو باندې د ورکړل شوې ونډې گټه.
    ۱۲- د کار یا سوداگرۍ نور لگښتونه او عایداتو د تولید په منظور د منقولو او غیرمنقولو مالونو په واک کې د لرلو لگښتونه او په اړوند تقنیني سندونو کې درج د عایداتو د تولید لگښتونه.