• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو له پاره پر زياتي ارزښت ماليې د پوهاوي پروگرام

    VAT3.jpg

    7 ثور 1400
    پر زياتي ارزښت ماليه د ۱۴۰۱ مالي کال په پيل کې تطبيقېږي، په همدې موخه نن د يکشنبې پر ورځ د ۱۴۰۰ لمريز د غويي مياشتې پر شپږمې نېټې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې د مالياتي محاسبينو له پاره د پوهاوي پروگرام جوړ او ترسره شو.
    په پيل کې د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي عالم شاه ابراهيمي د پر زياتي ارزښت ماليې د شاليد او د ارزښت په اړه خبرې وکړې، له مالياتي محاسبينو څخه يې وغوښتل چې خپل آکاډميک نظريات سره شريک کړي او د دغې ماليې د تطبيق په برخې کې همکاري هم وکړي.
    د پر زياتي ارزښت ماليې په اړوند د پرېزېنټېشن په وړاندې کولو او د گډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو په ورکولو سره پروگرام پای ته ورسېد.