• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    پرزیاتي د ارزښت دمالیی د عامه پوهاوي پروګرام دافغانستان د ښځو دصنایعو او سوداګری خوني د غړیو ترسره شو

    31 حمل 1400
    د ارزښت پر زياتوالي ماليې د عامه پوهاوي پروگرامونو په لړ کې نن د دوشنبې پر ورځ د ۱۴۰۰ لمريز کال د وري مياشتې پر دېرشمه نېټه د افغانستان د ښځو د صنايعو او سوداگرۍ خونې د غړيو له پاره د عامه پوهاوي پروگرام ترسره شو. د افغانستان د ښځو د صنايعو او سوداگرۍ خونې د بلخ، هرات، کندز او ننگرهار ولايتونو غړيو هم په آنلاين بڼه په دې پروگرام کې ونډه اخيستې ده. دغه پروگرام د پرېزنټېشن او د برخوالو پوښتنو ته د ځوابونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.