• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولايتونو له مستوفيانو سره د عوايدو لوی رئيس ویډیویي اړيکه

    wlait.jpg

    18 حمل 1400
    ۱۸ وری ۱۴۰۰ لمريز – د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د عوايدو د سمو راغونډولو، پلازمېنې او ولايتونو د چارو د يو ډول جوړولو او د ولايتي ريفورمونو د تطبیق په لړ کې د ۱۳۹۹ لمريز کال د مخکېنيو پروگرامونو په تعقيب د دغه مالي کال له پاره نن ويډيویي اړيکې ونيول شوې.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلی نصرالله دراني د بدخشان، پکتيا، پکتيکا، جوزجان، غور، کندهار، ننگرهار او هرات ولايتونو مستوفيانو او د عوايدو آمرينو سره د ويډيو کنفرانس له لارې په اړيکه کې شو او د ۱۴۰۰ مالي کال د عوايدي هدف پر تر لاسه کولو، د عوايدو د اوسني تنقيص په اړه د مستوفيتونو پر جدي پاملرنې او د عوایدو د لوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث وکړ او د ذکر شويو مستوفيتونو گټور او مؤثر فعاليتونه هم وستايل شول.
    په پای کې د مستوفيتونو په همغږۍ او همکارۍ سره د عوايدو د بهير د غوره والي او ماليه ورکوونکيو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه اړين تصاميم ونيول شول.
    د يادونې وړ ده چې د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند عملياتي مرستيال ښاغلی ډاکټر ميرويس بهيج، حمائيوي مرستيال ښاغلی مصطفی خلازايي، د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلی امان الله امين، د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام آمر ښاغلی سميع الله صافی او د عوايدو د قطعيې آمر ښاغلی نصرالله پويا هم حاضر وو.
    ===