• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    گرانو مالیه ورکوونکيو!

    له ټولو هغو ماليه ورکوونکيو څخه مننه کوو چې د ۱۳۹۹ مالي کال اظهارلیکونه یې خپلو اړوندو مالیاتي مرکزونو ته وړاندې کړي او خپل مالیاتي مکلفیتونه يې پر ټاکلي وخت ترسره کړي دي.
    له همدې امله هغه ماليه ورکوونکي چې خپلې مالياتي چارې د مالي لمریز کال پر بنسټ سمبالوي، د هغوی د ۱۳۹۹ مالي کال د اظهارلیک د وړاندې کولو وروستۍ نېټه ۳۰/۱۲/۱۳۹۹ پای ته رسېدلې او هغه مالیه ورکوونکي چې له زېږيز يا میلادي کال څخه گټه اخلي، تر ۱۱/۰۱/۱۴۰۰ نېټې پورې وخت لري.
    د افغانستان د مالیاتي قوانینو له مخه، ټول ماليه ورکوونکي (حقیقي او حکمي) مکلف دي چې د ۱۳۹۹ مالي کال کلني اظهارلیکونه پر ټاکلو نېټو خپلو اړوندو مالیاتي مرکزونو ته وړاندې کړي.
    ټولو هغو مالیه ورکوونکيو ته چې د ۱۳۹۹ مالي کال کلني اظهارلیکونه یې لا تر دې دمه خپلو اړوندو مالیاتي مرکزونو ته وړاندې کړي نه دي، خبر ورکول کېږي چې خپل اظهارلیکونه د دې خبرتيا د تر لاسه کېدو له نېټې څخه تر لسو کاري ورځو پورې خپلو مالیاتي مرکزونو ته وړاندې او خپل مالیاتي مکلفیتونه دې تصفیه کړي؛ د اظهارلیک د نه وړاندې کولو پر مهال به دغه اداره د مالیاتي قوانینو پر بنسټ تطبیقی کړنې (د بانکی او مالي حسابونو تړل، د وراداتي توکو بندول، د جواز د تمدید ځنډول، له هېواد څه د باندی تگ مخنيوی او…) ترسره کړي.
    ===