• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ناټو/ د امريکا د متحدو ايالتونو د نظامي ځواکونو د قرارداديانو د مالياتي معافيت خبرتيا

    هغه قرارداديان چې د ناټو/ د امريکا د متحدو ايالتونو له نظامي ځواکونو سره يې د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه کوم قرارداد کړی وي، د خپل قرارداد د مالياتي معافيت له پاره له لاندېنۍ فورمې څخه گټه اخيستلی شي:
    د ناټو/ د امريکا د متحدو ايالتونو د نظامي ځواکونو د قرارداديانو د مالياتي معافيت فورم
    د امنيتي او دفاعي هوکړه‌ليکونو (BSA) او (SOFA) پر بنسټ د تړون د معلوماتو د لنډيز فورمې (NATO/U.S. Contractor Supplementary Information Form) تر ډکولو وروسته يو ځل بيا د تړون اداري کارکوونکي (Contract Officer) ته د لاسليک له پاره لېږل کېږي او د دغه شخص تر لاسليک وروسته د غوڅ ملاتړ ادارې (RS) ته د تائيد او مهر په موخه استول کېږي چې د دغې ادارې تر تائيد وروسته اصل يې د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رياست ته استول کېږي او په برېښليک سره شرکت ته خبر ورکول کېږي.