• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغان پُست شرکت له ليارې د مالیه ورکوونکيو د تصفیې مکتوبونو د وېش لړۍ ډېر ژر پيلېدونکې ده

    123.jpg

    17 حوت 1399
    د مالیې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د منځنیو مالیه ورکوونکيو رئيس حبیب الله امین اندړ او د افغان پُست شرکت لوی رئيس احمد وحید ویس د افغان پُست شرکت له لیاري د مالیه ورکوونکيو د تصفیې مکتوبونو د وېش لړۍ په اړه ناسته وکړه.
    د دغې ناستې په ترڅ کې د افغان پُست شرکت اړوندو پُستخونو له ليارې مالیه ورکوونکيو ته د مالياتي تصفیې د مکتوبونو پر وېش هراړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د دواړو ادارو د تخنیکي ټیمونو تر مینځ به د دې بهیر د ژر تر ژره پيلېدو په موخه تخنیکی ناستې ترسره او د دواړدو ادارو تر مینځ د هوکړه‌ليک له مخه به دا بهیر پیل شي.
    د يادونې وړ ده چې دا کار به مالیه ورکوونکيو ته د مالیاتو د تصفیې په برخې کې د آسانتیا، روڼتيا او مالیه ورکوونکيو ته پر خپل وخت د معياري خدمتونو د وړاندې کولو لامل وگرځي.