• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل ولسواليو د عوايدي پلان او موخو په اړه غونډه وشوه

    meeting.jpg

    25 دلو 1399
    په ۱۴۰۰ مالي کال په راڼه، پر خپل وخت او بشپر ډول د عوايدي هدف تر لاسه کول د عوايدو لوی رياست له اصلي اهدافو څخه گڼل کېږي او له همدې امله د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې مياشتې پر پينځه ويشتمې نېټې د کابل ولسواليو د عوايدو کارکوونکيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت کې ليدنه ترسره شوه.
    په پيل کې د گمرکونو او عوايدو معين مجيب الرحمن شېرازد وويل: د ولسواليو راټول شوي عوايد د منلو نه دي او د نويو مالياتي سرچينو په تثبيت او راټولولو کې بايد جدي پام وشي او د امکاناتو د چمتو کولو په برخې کې د عوايدو لوی رياست ستاسې همکار دی.

    همدا راز ښاغلي شېرزاد لارښوونه وکړه چې په بېلو بېلو غونډو کې دې له اړوندو ادارو سره د ولسواليو عوايدي ستونزې شريکې شي او زر تر زره دې حل شي.
    په پای کې د ولسواليو د عوايدو کارکوونکيو ته لارښوونه وشوه چې د خپلو مسؤليتونو په ترسره کولو کې جدي او مسلکي چلند وکړي او په څو ورځو کې دې د ولسواليو موجودې سرچينې تثبيت او د هغو د عوايدو د راټولولو پلان دې بشپړ او گزارش دې يې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست ته وړاندط کړي.