• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د برېښنايي سيسټمونو د تړلو له پاره د همکارۍ هوکړه ليکونو لاسليک

    amza.jpg

    22 دلو 1399
    د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې مياشتې پر شلمې نېټې د ماليې وزارت، د سوداگرۍ او صنعت وزارت، د کورنيو چارو وزارت او احصائيې ملي ادارې تر مينځ په هېواد کې د خصوصي سکټور د لا ودې په موخه د کاري پروسو د اسانتيا او اړتيا وړ معلوماتو د شريکولو له پاره د برېښنايي سيسټمونو د تړلو د همکارۍ څلور هوکړه ليکونه لاسليک شول.
    د هوکړه ليکونو د لاسليک موخه د سوداگريز پاسپورټ د تر لاسه کولو او نوي کولو د پروسې اسانتيا او لنډوالی، د ډېرو پېژندونکيو گڼو (TIN) د وېش مخنيوی، د خصوصي سکټور لا وده، د زياتې پانگونې له پاره د هغوی لېوالتيا راجلبول، د پانگې د فرار مخنيوی او د ملي عوايدو لوړوالی دی.
    په دغې ناستې کې د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين مجيب الرحمن شېرزاد وويل: “د گمرکونو او عوايدو معينيت د اسانتيا او روڼتيا د رامينځته کولو په لټه کې دی چې د برېښنايي سيسټمونو په تړلو سره د زياتو مالياتي پېژندونکيو گڼو د وېش او د مالياتي فرار مخه نيول کېږي او همدا راز د پاسټورټ لوی رياست څخه د تعرفې د چاپ پر مهال تر لاسه کېدونکي عوايد معلومېږي او په همدې ډول د جعلي تعرفو مخه هم ورباندې نيول کېږي.”
    د دغو هوکړه ليکونو پر بنسټ ټولو خواؤ د برېښنايي سيسټمونو د تړلو له لارې د همغږۍ د لوړولو او د معلوماتو د شريکولو ژمنتيا وښوده چې د کورنيو متشبثينو له پاره زياتې اسانتياوې رامينځته او د ناوړه گټو او د وخت د ضايع کېدلو مخه ونيول شي.
    د دغو هوکړه ليکونو تر لاسليک وروسته چې د پينځو کلونو له پاره اعتبار لري، د افغانستان سوداگريزې خونې او فدراسيون به پر خپل وخت د هوکړه ليکونو د مادو د تطبيق څارنه کوي او د ا.ا.ج. د لومړي معاونيت- د پرايسېک د درېيمې کاري ډلې غونډو ته به يې گزارش وړاندې کوي.