• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    نصرت الله وفا

    0M1A1619 nasrull.jpg

    نصرت الله وفا د محمدافضل زوی پر ۱۳۶۸ لمريز کال د لوگر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کنج گمران په کلي کېد خدای بښلي علي خان عبدالرحیمزي په کور کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. لومړنۍ زده کړې یې د سفیدسنگ په عالي لېسې کې په عالي درجې پای ته ورسولې او لوړې زده کړې یې د ژورنالیزم او عامه اړیکو په برخې کې په کابل کې ترسره کړې دي.
    زده کړې
    - ژورنالیزم او عامه اړیکې (لېسانس)
    - اداره او سوداگري (BBA)
    - پر ۱۳۸۶لمريز کال د آټومېخانیکي انسټیټيوټ
    کاري تجربه
    وفا له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو سازمانونو سره کار کوي.
    - د 1398 کال د کبمياشتې له درېيمې نېټې څخه تر اوسه د مالیې وزارت د ماليه ورکوونکيو د شکایتونو اورېدو رئیس.
    - له ۱۳۹۵لمريز کال څخه تر ۱۳۹۷لمريز کال په افغانستان کې د بلومونت نړیوالې مؤسسېعمومی استازی.
    - له ۱۳۹۴ لمريز کال څخه تر ۱۳۹۵ لمريز کال پورې د (USAID) داېکوالز (EQUALS) پروژې عملیاتي رئيس.
    - له ۱۳۹۲ لمريز کال څخه تر ۱۳۹۴ لمريز کال پورې د نړیوال بانک د (ARTF) پروژې اداري او د دولتي اړیکو مسؤل.
    - له ۱۳۹۰ لمريز کال څخه تر ۱۳۹۱ لمريزکال پورې د افغانستانکرکټ بورډ د مطبوعاتو مدیر او ویاند.
    - له ۱۳۸۸ لمريز کال څخه تر ۱۳۹۰ لمريز کال پورې د امریکا پرمختیایي ادارې(USAID) د(HRLSII) پروژې ژورنالېست، ویاند او پښتو ایډیټر.
    - له ۱۳۸۷ لمريز کال څخه تر ۱۳۸۸ لمريز کال پورې د آواز خبري آژانس د خبریالانو مدیر، خبریال او پښتو ایډیټر.
    - له ۱۳۸۶ لمريز کال څخه تر ۱۳۸۷لمريز کال پورې د شمشاد نړیوال تلویزیون خبریال، د خبرونو ویاند، د خپرونې چلوونکی او پښتو ایډیټر.
    ټولنیز فعالیتونه
    نصرت الله وفا د خپلې رسمې دندې ترڅنگ له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې په ټولنیزو فعالیتونو کې پراخه ونډه اخلي او د بېلابېلو ټولنو له لارې یې د خپل ځورېدلي ولس د لاسنیوي هڅې کړې دي.
    ښاغلي وفا د خپلو همفکرو ملگرو په ملتیا پر۱۳۹۲ لمريز کال د کاروان په نامهد یوې ټولنې رسمي جواز ترلاسه کړ او تر دې دمه په لوگر کې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه پر مخ وړي او په همدې د زیار او ځینو نورو ټولنو غړیتوب هم لري.
    همدا راز په تېرې دورې کې د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې د گډې جرگې ریاست پر غاړه درلود چې د لویې پکتیا ځوانانو د انسجام، ځوانانو ته د لوړو زده کړو او کاري فرصتونو په برابرولو کې يې د پام وړ کار کړی دی.