• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    داکتر میرویس بهیج

    بهیج.jpg

    ډاکټر ميرويس بهيج د ۱۹۸۰ زېږديز کال په جولای مياشت کې د افغانستان په کاپيسا ولايت کې زېږېدلی دی.
    هغه خپلې لوړې زده کړې د کابل په طب پوهنځي کې پر ۲۰۰۶ زېږديز کال پای ته رسولې دياو پر ۲۰۱۳ زېږديز کال د اسټراليا له کوينزلينډ پوهنتون څخه يې د حکومتولۍ او عامه پاليسۍ په څانگې کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.
    ډاکټر بهيج د ۲۰۰۷ زېږديز کال مارچ مياشتې راهيسې پر بېلابېلو دولتي پوستونو دندې ترسره کړې دي چې د اقتصاد وزارت کې د پلان او پاليسۍ لوی رياست، د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست او د دغه لوی رياست عملياتي مرستيالي يې يادولی شو.
    ډاکټر ميرويس بهيج د افغان دولت په استازولۍ په څو نړيوالو او سيمييزو غونډو کې گډون کړی دی.
    د هغه د خوښې وړ څانگې د پاليسۍ پراختيا او تحليل، رهبري او سازماني پراختيا، اقتصادي تحليل او عامه پاليسي، څېړنه او د اطلاعاتو تحليل، تر جگړې وروسته په سيمو کې د عامې روغتيا مديريت، رهبري، پرمختيا او اقتصادي پراختيا دي.