• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    حافظ مولوي شاه حسین حسیني

    د عوايدو لوی رياست د خپلو ملي سرچينو له لارې د پياوړې او ثابتې اقتصادي پرمختيا د موخې په تر لاسه کولو سره د ۲۰۲۵ زېږديز کال د افغانستان د ملي ليدلوري په ودې کې په بشپړ ډول خپل رول او دنده د اعليحضرت اميرالمؤمنين شيخ هبت الله آخوندزاده حفظه الله تر رهبرۍ لاندې ترسره کوي. پر همدې بنسټ د عوايدو لوی رياست هڅه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د مالي سياست تطبيق اسان کړي او د دولت د عوايدو د زياتوالي او د راتلونکيو نسلونو له پاره د مطلوبې اقتصادي تنوع د ملاتړ په موخه خپلې دندې ترسره کړي.
    د عوايدو لوی رياست خپلې دندې د ښې حکومتولۍ، روڼتيا او په همدې ډول له ټولو اړوندو ادارو سره د گډ کار پر بنسټ د چارو د ښه والي په موخه ترسره کوي.
    اړين حاکميت او شفافيت په کتلو سره د عوايدو لوی رياست به خپلې ټولې هڅې او وسيلې د خلکو او ماليه ورکوونکيو د پوهاوي د لوړاوي په موخه وکاروي او ټول اطلاعات او بشپړ جزئيات به تر هغوی پورې ورورسوي. د عوايدو لوی رياست په اصلي لومړيتوبونو کې يو هم له ماليه ورکوونکيو سره مرسته، د مالياتي غاړې اېښودنې (اطاعت پذيرۍ) د دودولو او څارلو له پاره د طرزالعملونو اسانتيا او د ټولنې د ټولو پاټکيو خلکو له پاره د حاکميت او شفافيت د اصولو رامينځته کول دي.
    له بله پلوه له مشکوکو معاملاتو او غبن سره مقابله د مالياتي مؤديانو او د ټولو مالياتي سازمانونو د همکارۍ اړمنه ده، ځکه چې دا يو گډ مسؤليت دی او يوازې او يوازې يو لوری دا بار پر خپلو اوږو پورته کولی نه شي. دا يو گډ بهير دی او موخه يې معلومه ده چې د دولت اقتصاد ته پياوړتيا وربښي.
    د عوايدو لوی رياست په بشپړ ډول د غوره بين المللي مېتودونو او په نړۍ کې د کارېدونکيو وروستنيو يا عصري سيسټمونو د کارولو پر بنسټ د غوره مالياتي خدمتونو وړندې کولو ته ژمن دی. په هېواد کې د فعالو شرکتونو او د هغوی د واقعي پانگونې د کچې په اړه دقيق اطلاعاتي بانک رامينځته کېږي او په همدې ډول د بشپړ اقتصادي امنيت له پياوړتيا او ودې سره مرسته کوي.
    د عوايدو لوی رياست د خپلو صلاحيتونو د پرلپسې پراختيا او د ملي رول د برياليتوب د ډاډ له پاره د شوني بشپر کوښښ له مخه پر دې باوري دی پر ملي عوايدو باندې د افغانستان د تړاو د کموالي اړتيا راټيټه کړي. موږ ډاډه يو چې د راتلونکيو نسلونو له پاره د غوره اقتصادي راتلونکي د تر لاسه کولو له پاره هلې ځلې کوي. ان شاءالله
    موږ پر خپلو ماليه ورکوونکيو غږ کوو چې ستاسې پيسې بيت المال ته لېږدي او زموږ د هېوادوالو د هوساينې له پاره لگول کېږي او ستاسې په خپله خوښه غاړه اېښودل زموږ افغانستان د پرمختيا ده.