• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي جريمو د ۱۰۰٪ معافيت خبرتيا

    د ماليې وزارت د وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابينې د منظورۍ پر بنسټ او د ماليه ورکوونکيو د ملاتړ په موخه هغه کسان چې تر ۱۳۹۹ مالي کال وړاندې خپله اصلي ماليه او د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړۍ او دويمې ربعو انتفاعي ماليات ورکړي، د مالياتي جريمو له ورکړې څخه بښل کېږي.
    دا چې د مالي کال په وروستۍ مياشت کې يو، نو له ټولو باقيدارو ماليه ورکوونکيو څخه هيله کېږي چې د ذکر شويو دورو اړونده اصلي ماليه دې د ۱۳۹۹ لمريز کال د کب مياشتې تر پايه ورکړي او د مالياتي جريمو د معافيت له امتياز څخه دې گټه واخلي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی
    د مالياتي جريمو د معافيت طرزالعمل له متصل لېنک څخه تر لاسه کولی شئ: د مالياتي جريمو معافيت