هغو قرارداديانو چې د ناټو/ د امريکا متحدو ايالتونو له نظامي ځواکونو سره د خدمتونو د وړاندې کولو په پار تړون (قرارداد) کړی وي، د خپل قرارداد د مالياتي معافيت له پاره له لاندېنۍ فورمې څخه گټه اخيستلی شي.
د امنيتي او دفاعي هوکړهليکونو (BSA) او (SOFA) پر بنسټ د تړون د معلوماتو د لنډيز فورمې (NATO/U.S. Contractor Supplementary Information Form) تر ډکولو وروسته يو ځل بيا د تړون اداري کارکوونکي (Contract Officer) ته د لاسليک له پاره لېږل کېږي او د دغه شخص تر لاسليک وروسته د غوڅ ملاتړ ادارې (RS) ته د تائيد او مهر په موخه استول کېږي، چې د دغې ادارې تر تائيد وروسته اصل يې د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست ته استول کېږي او په برېښليک سره شرکت ته خبر ورکول کېږي.
https://ard.gov.af/file_download/287/NATO%26US+Contractor+Supplementary+Information+Form+v2.pdf