• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ۴۱ کسانو ته د مالياتي محاسب بريليکونه ووېشل شول

    124571574_2337886519691120_9152036741848726902_o.jpg

    20 عقرب 1399
    د مالياتي محاسبينو د دويم پړاو په ازموينې کې چې د کمېشنکارانو د مخنيوي، اصلاحاتو، د ماليه ورکوونکي د ماليو د سنجونې د روڼتيا او ځواب ورکولو په موخه جوړه شوې وه، په دغې ازموينې کې ۴۱ تنه بريالي شول او نن د سه‌شنبې پر ورځ د ۱۳۹۹ لمريز کال د لړم مياشتې پر ۲۰ نېټې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې ورته د مالياتي محاسب بريليکونه ورکړل شول.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د خوښۍ په څرگندولو او برياليو محاسبينو ته د مبارکۍ په ورکولو سره له هغوی څخه وغوښتل چې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخې کې مسلکي تعهد ته د ژمنتيا او ماليه ورکوونکيو ته د مالياتي قوانينو د تفهيم او د هغوی د غاړې اېښودنې په برخې کې هلې ځلې وکړي.
    هغه د خپلو خبرو په لړ کې زياته کړه: “دغه بريليک د دې څرگندوونکی دی چې تاسې د ماليه ورکوونکيو ستونزې په مسلکي ډول حلولی او د مالياتي ادارو او ماليه ورکوونکيو تر مينځ يو اړيکوال پول جوړېدلی شئ او ستاسې غوره چارچلند د ملي عوايدو د زياتوالي او د کمېشنکارانو د مخنيوي لامل گرځي چې د ماليه ورکوونکيو او خلکو په ذهنونو کې د مالياتي ادارو د خراب انځور لامل گرځېدلي دي.”
    غونډه محاسبينو ته د بريليکونو په ډالۍ کولو سره پای ته ورسېد.