• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بې سنده یو کيلي موټرونو د ثبت د پروسې د پيلېدو په اړه د مالیې وزارت خبرتيا

    د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم او د امنیت شورا د پېنځلسمې گڼې مصوبې له مخه د ماليې وزارت د ملي عوایدو زياتېدو، د امنیت او ټولنیز نظم د تامین او د ټرافيکي گډوډیدو د مخنیوي په موخه د بې سنده یو کيلي موټرونو د ثبت پروسه د روان کال د لړم میاشتې پر لسمې نېټې پیلوي.
    د بې سنده موټرونو ټول څښتنان مکلف دي چې د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ میاشتې تر اووه‌ويشتمې نېټې پورې خپل موټرونه په گمرکونو کې او په هغو ولایتونو کې چې گمرک نه وي، په مستوفیتونو کې ثبت او پړاوونه يې پر مخ يوسي.
    په همدې ډول د بې سنده موټرونو د ثبت او پړاوونو د پر مخ وړلو په اړه غوښتنليکونه تر یادې نېټې وروسته د منلو وړ نه دي او پاتې شوي بې سنده موټرونه به د اړوندو مراجعو له لوري ضبط کېږي.
    د بې سنده غیرزرهي موټرونو له پاره په گمرکي ډېټابېس کې د بیې د تخفیف سلنه:
    له ۱۹۹۰ – ۲۰۰۰ ماډل پورې (۸۵) سلنه تخفیف
    له ۲۰۰۱ – ۲۰۱۰ ماډل پورې (۷۵) سلنه تخفيف
    له ۲۰۱۱ – ۲۰۲۰ ماډل پورې (۳۵) سلنه تخفیف
    ټول موټرونه د سلنډر حجم ته په کتو سره له تعرفې سره سم د گمرکي محصول تابع او د اجرا وړ دي. هغه موټرونه چې په یادې تعرفې کې شامل نه وي، د (۲۵) سلنې محصول تابع به وي او د دې تر څنگ یاد ټول موټرونه د نورو گمرکي او ټرافيکي جرایمو معافیت کې شامل دي.
    د بې سنده زرهي موټرونو له پاره په گمرکي ډېټابېس کې د بیې د تخفیف سلنه:
    له ۲۰۰۰ – ۲۰۰۷ ماډل پورې (۵۵) سلنه تخفیف
    له ۲۰۰۸ – ۲۰۱۵ ماډل پورې (۴۵) سلنه تخفیف
    له ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ ماډل پورې (۳۵) سلنه تخفیف
    ټول موټرونه د سلنډر حجم ته په کتو سره له تعرفې سره سم د گمرکي محصول تابع او د اجرا وړ دي. هغه موټرونه چې په یادې تعرفې کې شامل نه وي، د (۳۵) سلنې محصول تابع به وي او د دې تر څنگ یاد ټول موټرونه د نورو گمرکي او ټرافيکي جرایمو معافیت کې شامل دي.
    د گمرکي بې سنده موټرونو د سندونو د پړاوونو د ترسره کېدو څرنگوالی
    لومړی پړاو: د بې سنده موټرونو څښتنان د خپلو موټرونو د ثبتولو له پاره چمتو شوې فورمه (غوښتنليک) د مالیې وزارت له وېباڼې څخه تر لاسه کولی شي.
    دویم پړاو: د موټرونو څښتنان خپله ثبت شوې فورمه ډکوي، د پېژندپاڼې له کاپي او دوو انځورونو سره یې په ولایت کې نږدې گمرک او په هغو ولایتونو کې چې گمرک نه شته، مستوفیت ته د وروستیو پړاوونو لپاره وړي.
    درېیم پړاو: گمرکونه او مستوفیتونه د مالکینو فورمې تر لاسه کوي او د وارداتو په کتاب کې یې ثبتوي.
    څلورم پړاو: وروسته بیا د گمرکونو او مستوفیت اداره د وارداتو کتاب کې درج شوي معلومات د (۱۰۱) جدول په ډېټابېس کې ځای پر ځای کوي.
    پېنځم پړاو: گمرک او یا مستوفیت د (۱۰۱) جدول د ټرافيکو، ملي امنیت او له جنایي جرمونو سره د مبارزې استازيو ته د مالکینو د مسؤلیت نه منلو په موخه استوي.
    شپږم پړاو: د گمرک او یا مستوفیت اداره په گمرک یا مستوفیت کې د موټرونو د تخنیکي ارزونې په موخه د ټرافيکو له استازي سره د موټرونو له مالک سره په اړیکه کې وي.
    اووم پړاو: د گمرک ټول سندونه او بانکي اوېزونه چې د موټرونو د قانوني پړاوونو ترسره کېدو شاهد وي، د پلېټ نمبر په موخه د ترافیکو ریاست ته استول کېږي.
    اړوندې سرچینې مکلفې دي چې د دې حکم تر اعلان وروسته نوي راوارد شوي گمرکي بې سنده موټرونه چې افغانستان ته د واردېدو د قانون او کړنلارې خلاف وي، ضبط او بند کړي.
    همدا شان د ملي امنیت شورا د پېنځلسمې گڼې مصوبې د څلورمې فقرې د دویمې مادې له مخه د دلایلو او امنیتي گواښونو پر بنا د هغو کسانو بې سنده موټرونه چې برېښنایي پېژندپاڼه نه لري، نه ثبتېږي او هم د سندونو پړاوونه یې نه ترسره کېږي.
    د ملي امنیت شورا د پېنځلسمې گڼې مصوبې د څلورمې فقرې د دویمې مادې له مخه امنیتي او کشفي بنسټونه له عدلي او قضایي ارگانونو سره په همغږۍ مکلف دي چې د امنیتي دلایلو او د گمرکي عوارضو له ورکړې د تېښتې پر بنا، تر دې وروسته هغه کسان چې بې سنده موټرونه راواردوي، مخنیوی یې وکړي، ودې نیسي او د هېواد د قوانینو په رڼا کې دې نوموړی کس لږ تر لږه لس کال په بند محکوم کړي.
    د فورمې لېنک: https://ard.gov.af/file_download/277/Application+Form.docx