• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ځينو ولايتونو له مستوفيانو سره د عوايدو لوی رئيس ویډیو کنفرانس

    Website.jpeg

    19 میزان 1399
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج په دغه ويډيو کنفرانس کې چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د تلې مياشتې پر نولسمه نېټه ترسره شو، له مستوفيانو سره يې د ولايتي عوايدو د پلان د تطبيق د اړوندو لارو چارو، د ولايتي عوايدو د تنقيص د حلولو، بررسۍ، د ولايتي عوايدو کمېټې، د مالي کال تر پايه د مالياتي باقياتو د راغونډولو، د پلازمېنې کابل او ولايتي مالياتي ادارو د اجرااتو د يو ډول کولو او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او ښه‌والي په موخه هراړخيزې خبرې وکړې.
    د پنجشېر، جوزجان، خوست، غور، کاپيسا، کندز، کونړ، ننگرهار، وردگ او هرات مستوفيانو په خپل وار سره د پورتنيو يادو شويو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
    په پای کې د عوايدو لوی رئيس له لوري د مستوفيتونو په نورو اړوندو چارو کې مستوفيانو ته اړينې لارښوونې وکړې.
    د يادونې وړ ده چې د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس ښاغلی محمد انيس پناه هم حاضر ؤ.