• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د افغانستان د رغاونيزو شرکتونو ټولنې له رئيس او غړيو سره وليدل

    5.JPG

    15 میزان 1399
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د ۱۳۹۹ لمريز د تلې مياشتې پر پېنځلسمه نېټه (د سه‌شنبې پر ورځ) د افغانستان د رغاونيزو شرکتونو ټولنې له رئيس ښاغلي حميدالله حبيبي او د دغې ټولنې له غړيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې وليدل.
    ښاغلي بهيج په پيل کې راغليو استازيو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: “دا چې تاسې راغلي يئ او خپلې اندېښنې، ستونزې، شکايتونه او وړانديزونه له موږ سره شريکوئ، نو له خصوصي سکټور سره زموږ د ناستو موخه هم دا ده چې د دوی غږ واورو او په مالياتي چارو کې مو سره ښه همغږي، پياوړې او معنیٰ لرونکي اړيکي واوسي.”
    په دغې ليدنې کې د رغاونيزو شرکتونو د تېرو مالي کلونو د مالياتي جريمو، د مالياتو د سنجش، د مالياتي ورکړې، د د مالياتو د آنلاين اظهارليکونو د وړاندې کوونکي سيسټم پر کارولو او په مالياتي ادارو کې د اسنادو د پرمخ وړلو په اړه هراړخيز بحثونه ترسره شول.
    په پای کې د عوايدو لوی رئيس او ورسره همکارې ډلې له لوري د رغاونيزو شرکتونو ټولنې د غړيو اندېښنو او پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه ورکړل شول او له هغوی سره د هراړخيزې همکارۍ ژمنه وشوه چې د مالياتي قوانينو، لارښودونو او اظهارليکونو د وړاندې کولو په برخه کې به هراړخيز معلومات ورکول کېږي.