• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د محاسبې، بررسۍ، مالياتي عوايدو او د چارو د ارزونې روزنيز پروگرام لومړی پړاو پای ته ورسېد

    120332467_2287528151393624_8658196137191694257_o.jpg

    7 میزان 1399
    د محاسبې، بررسۍ، مالياتي عوايدو او د چارو د ارزونې لس ورځنی روزنيز پروگرام چې د ۱۳۹۹ لمريز د وږي مياشتې پر نهه ويشتمې نېټې پيل شوی ؤ، نن د دوشنبې پر ورځ گډونوالو ته د تصديقليکونو پر وېش پای ته ورسېد.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي ډاکټر ميرويس بهيج د پروگرام په پايغونډې کې د گډونوالو، استاذانو او هغو کارکوونکيو چې د دغه پروگرام په جوړولو کې هلې ځلې کړې دي، د مننې د کولو تر څنگ وويل: “دقيقه بررسي د ملي عوايدو او د ماليه ورکوونکيو د غاړې اېښودلو د کچې د لوړوالي لامل گرځي؛ نو هغو کسانو چې نن ورځ يې د دغه پروگرام تصديقليک تر لاسه کړ، په مسؤليت او جديت سره دې د ماليه ورکوونکيو دوسيې بررسي کړي او له خپلو زده‌کړو څخه دې د ملي عوايدو د لوړوالي په برخې کې گټه واخلي.”
    همدا راز ډاکټر بهيج له ماليه ورکوونکيو سره پر مسلکي چلند د ټينگار تر څنگ زياته کړه: “د دا ډول پروگرامونو جوړول د مسلکي پوهې د پياوړتيا او د کارکوونکيو تر مينځ د انگېزې د رامينځته کولو لامل گرځي چې په پايلې کې کارکوونکي له زياتې پوهې او سم درک سره خپل کاري چاپېريال ته داخلېږي.”
    ورپسې گډونوالو د دغه پروگرام د جوړولو په اړه خوښي وښيله او د خپلو زده‌کړو د عملي کولو او تطبيق د چمتووالي په اړه يې ډاډ څرگند کړ.
    د دغه پروگرام لومړی پړاو گډونوالو ته د تصديقليکونو پر وېش پای ته ورسېد او په پام کې ده چې نور پړاوونه يې په نږدې راتلونکي کې جوړ شي.