• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کورونا وايروس د قرنطين پر مهال د مالياتي سنجش خبرتيا

    115714489_2215720781907695_3959766209723284641_n.jpg

    د پلازمېنې او ولايتونو د اصنافو او هټيوالو د پام وړ!
    د عوايدو لوی رياست د مالياتي عدالت د تأمين او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره د اصنافو او کسبگرو د قرنطين وخت ته په کتو او پاملرنې سره د اصنافو (هټيوالو) د ثابتو ماليو د سنجش د ډول په اړه داسې پرېکړه وکړه: “په پلازمېنې او ولايتونو کې ځينو اصنافو د قرنطين پر مهال خپلې عادي چارې پر مخ وړې نه دي او د هغوی د چارو پر ټپه درېدل له اړوندو مالياتي ادارو ثبت دي، نو د ۱۳۹۹ مالي کال دويمه ربعه چې د قرنطين له ورځو سره برابره ده، له هغوی څخه په کې د ماليې اخيستل نه مطرح کېږي.”
    نو دا مهال د پلازمېنې او ولايتونو له اصنافو او هټيوالو څخه غواړو چې خپل پاتې ماليات سم او پر خپل وخت ورکړي او موږ منندوی کړئ.