• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    خبرتیا

    115714489_2215720781907695_3959766209723284641_n.jpg

    د مالیاتي چارو د ادارې قانون د ۳۳ مادې مطابق، ټول هغه محاسبین او مشوره ورکوونکي چې مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کې د مالیاتی مشورو، د اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې او نور خدمتونه وړاندې کوي، بايد د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او د مالیاتي محاسبینو تصدیق‌ليک ولري. د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کې لري چې د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د تصدیق‌ليکونو د ورکړې د دويمې دورې پروسه پیل کړي. په همدې موخه هغه کسان چې د لاندېنيو شرطونو لرونکي وي، د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري میاشتې له شپږمې څخه تر پېنځه‌ويشتمې نېټې پورې د گمرکونو او عوايدو معینیت کې د عوایدو لوی ریاست د خدمتونو وړاندې کوونکې څانگې ته په رجوع کولو سره د غوښتنلیک فورم تر لاسه کولی شي.
    ۱. چې درويشت (۲۳) کاله عمر یې بشپړ کړی وي.
    ۲. په اړوند پوهنځي (اقتصاد، محاسبې او حقوق) کې یې تر لېسانس پورې زده‌کړې کړې وي.
    ۳. د محکمې له لوري د مالیاتي قوانینو د سرغړونې په تور پر مجازاتو باندې محکوم شوی نه وي.
    ۴. باید د مالیې وزارت برحال کارکوونکی نه وي.
    پر شرایطو برابر کسان د (۲۰۰۰) افغانیو فیس په تحویلولو سره د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولی شي او تر ډکولو وروسته یې له تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپۍ سره یو ځای بېرته پورتني ذکر شوي ادرس ته تسلیمولی شي.
    د ازموینې وخت او ځای وروسته اعلانېږي. په همدې ډول په ازموینې کې د بریالیتوب پر مهال مالیاتي محاسب د تصدیقلیک د تر لاسه کولو لپاره د لسو زرو (۱۰۰۰۰) افغانیو پر ورکړه مکلف دی.
    د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندېنۍ اړيکشمېرې او برېښليک اړيکه ټینگولی شئ:
    د مراجعينو د خدمتونو د مرکز شمېره: 0202924649
    برېښليک: info.ard@mof.gov.af