ښاغلی عبدالحبیب ځدران

دعوایدو عمومی رئیس

ایمیل: habib.zadran676@gmail.com

ZADRAN_PIC

ښاغلی ځدران له پاکستان د پنجاب پوهنتون څخه د ۲۰۰۶ کال کی د تجارت فاکولتی څخه فارغ و خپله ماسټری  (Finance MBA) یی دی مدیریت او تجارت په برخه کی او تخصص یی د مالی چارو په برخه کی تر لاسه کړی ده.

ښاغلې ځدران په اداره، مالی، محاسبه، تدارکاتو، بانکدارۍ، د مرستې او تمویلونکو ادارو سره د اړیکو پاللو اوهمغږۍ برخو کې د دولتې اوغیردولتې ادارو سره د کار څوکلنه کارې تجربه اومهارتونه لري.

د مالیې په برخه کې د څوکلنې کارې تجربې،نوښتونو او مهارتونو لرلو له امله  نوموړی ترډیره بریده د مالیې اړونده برخو کې  په لوړو موقفونو کې کارکړی او لا تراوسه په همدغه برخه کې پاتې شوې د بیلګې په ډول نوموړی د کابل د نوی ښار پراختیا لپاره د خپلواک بورډ دی دفتر رییس، د مالیې او تدارکاتود برخې مشر او دی مالیی وزارت د بودجی په لوی ریاست کی د پراختیای پروژو آمر و د دی ریاست ستر سلاکار هم پاتې شوی دی.

په ورته وخت کې ښاغلې ځدران د جاپان هیواد مرستندویه اداری (جایکا) سره د نوی کابل خپلواک بورډ په اداره کی د مخکښ سلاکار په توګه، د زیمنس بین المللی آلمانی شرکت کی د تجارت برخی عمومی مدیر او هم داسی نورو بین المللی شرکتونو (امریکایی شرکتونو) او بانک سره یی دنده ترسره کړی ده.

ښاغلې ځدران د خصوصی سکتور پانګې او د مرستندویه ادارو د ملاتړجلبولو لپاره  د جایکا، آسیا پراختیایی بانک، د امریکا متحده ایالاتونو د نړیوالې پراختیا اداره، نړیوال بانک، کوېیکا اوداسې نورو بین المللی اداره سره د همغږی چارو مسولییتونه يی هم پر غاړه درلود او په همدی موخه په زیات شمیر د اړونده ادارولخوا جوړشویو نړیوالو کنفرانسونو او سیمینارونوکې یی اغیزمن استازیتوب ترسره کړی دی.

د یادونې ده چې ښاغلې ځدران د افغانستان دعامه مالي مدیریت په برخه کې پوره مهارت لری او اوسمهال د مالیې وزارت په تشکیل کې د لویو مالیه ورکونکود رئیس په توګه دنده ترسره کوی.