نن د ميدان وردگو ولايت په مستوفيت کې په رسمي ډول د يوې پرانست غونډې په ترڅ کې د سيگټاس سيستم فعال او گټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دغه غونډه کې د میدان وردگو والي انجينرځونډي گل “زماني”، د ولايت مستوفي شجاع الله “امان، د ولایتي شورا رئیس اختر محمد “طاهري”، د ولايتي شورا وکیلانو، د مختلفو ادارو رئیسانو او دولتي کارکوونکيو گډون کړى ؤ.
په پيل کې د سیگټاس سیستم د موخو او گټو په اړه د ميدان وردگو مستوفي شجاع الله “امان” له خوا هراړخیز معلومات گډونوالو ته وړاندې شول.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: “د دغه سيستم په فعالېدو سره به تر ډېره کاروباريانو او سوداگرو ته اسانتيا رامنځته شي او په چټکه توگه به د دوى مالياتي چارې ترسره کېږي.”
ورپسې د ميدان وردگو والي انجينر ځونډي گل زماني” له خوا دغه سیستم د نوې ټېکنالوژۍ د مروج کېدو ښه پیلامه وباله او په خپلو خبرو کې يې د یاد سیستم په اړه وویل: “د مالیاتو په راټولولو کې به شفافیت رامنځته او د خلکو مالیاتي سوابق به په ښه ډول محفوظ او وساتل شي.”
همدارنگه د ولايتي شورا رئیس اختر محمد “طاهري” له مستوفي څخه په مننې د دې سیستم په اړه خوشبیني وښودله او ويې ویل: “دا یو نېک گام دى؛ په دې سره به ټول انفرادي اشخاص، شرکتونه او تجاران په اسانۍ سره تشخیصيه نمبر په همدې ولایت کې تر لاسه کړي او له سرگردانۍ څخه به خلاص شي.”
د يادونې وړ ده چې ياد سيستم په ځينو نورو ولايتونو کې هم فعال دى او شونې ده چې په پاتې ولايتونو کې هم فعال شي