د ۱۳۹۵ لمريز کال د کب میاشتې پر اته ويشتمه نېټه د گمرکونو او عوايدو معينيت په تالار کې د عوايدو د سيسټم رئيس محمد سليم “کشاف” او د منځنيو ماليه ورکوونکيو رئيسې آمنې “احمدي” او نورو رئيسانو په گډون سره د عوايدو د لوی رياست د نويو جوړښتونو او مډرن کولو دغه ورکشاپ ترسره شو.
دغه پروگرام د ننگرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولايتونو د شاوخوا پېنځه دېرشو مستوفيانو او آمرينو لپاره جوړ او يوورځنی ؤ

د دغه ورکشاپ موخه د عوايدو لوی رياست په تشکيلاتي جوړښت او بشري سرچينو کې سمون راوستل دي او تر ډېره په کې پر هدف، شته تشکيل، سټنډرډ تشکيل، ننگونو، د جوړښت د تغيير پر اړتيا، د نوې طرحې پر وړانديز، پايلو او تطبيقي پلان باندې بحثونه ترسره شول.
شونې ده چې په راتلونکي کې نور ورته ورکشاپونه هم ترسره شي..