د عوايدو او گمرکونو معينيت د غونډو په تالار کې د ۱۳۹۶ لمريز کال د وري مياشتې پر اوومه نېټه د مالياتي ادارو د جوړښتونو د نوي کولو او مډرن جوړولو دغه ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې د عوايدو لوی رياست تر دېرشو زياتو آمرينو گډون وکړ چې پر پلان، د پروپوزلونو پر تطبيق، د عوايدو لوی رياست د جوړښتونو پر نوي کولو، د نويو ادارو د ماموريتونو د ښه ترسره کولو لپاره د دندو د لايحو پر ترتيب او تنظيم او د عوايدو لوی رياست د بشري سرچينو لپاره د نويو پاليسيو او کړنلارو پر جوړولو بحثونه وشول.
اصلي موخه د بشري سرچينو په برخه کې د سمونو راوستل دي چې د مالياتي ادارې پروگرامونه ورباندې پياوړي شي او د عوايدو د راټولولو په برخه کې اسانتيا رامنځته شي. په همدې ډول د پر وخت او باکیفیته خدماتو د ترسره کولو په موخه ماليه ورکوونکيو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه د مرکزونو جوړول، د ماليه ورکوونکيو له اوږو څخه د مسؤليت د بار سپکول، د اطاعت پذيرۍ هڅول، د مهارت لرونکي او مستعد بشري ځواک په گومارنه او ساتنه کې د عوايدو لوی رياست د توانايۍ لوړول او په ټوليز ډول د بشري سرچينو په برخه کې اصلاحات رامنځته کول دي.
د يادونې وړ ده چې يو وار مخکې دغه ورکشاپ د افغانستان د پېنځو ولايتونو د مستوفيانو او آمرينو لپاره جوړ شوی .