د ١٣٩٦ لمريز کال د غويي مياشتې پر اووه ويشتمه (٢٧) نېټه د سيگټاس نوى اپليکيشن د لويو ماليه ورکوونکيو رياست کې د عوايدو سيسټم رياست او د لويو ماليه ورکوونکيو رياست د رئيسانو، آمرينو، عمومي مديرانو او کارکوونکيو په حضور کې رسماً پرانستل شو.

په دې پرانستغونډه کې لومړى د عوايدو سيسټم رئيس ښاغلي محمد سليم “کشاف” د ياد سيسټم د گټو په اړه وويل: “له دې سيسټم څخه په گټې اخيستلو سره به مالياتي ادارې وکولى شي چې په چټکه توگه او په معياري شکل ټولې مالياتي فورمې، مکتوبونه او يادښتونه د هېواد په رسمي ژبو (پښتو او دري) کې چاپ کړي.”

همدا راز هغه زياته کړه چې د عوايدو سيسټم رياست به په نږدې راتلونکي کې د ماليه ورکولو او مالياتي ادارې د سيسټم جوړولو په برخه کې د پام وړ بدلونونه او نوښتونه رامنځته کړي.

ورپسې د لويو ماليه ورکوونکيو رياست رئيس ښاغلي عبدالحبيب “ځدراڼ” د عوايدو سيسټم د لاسته راوړنو، هڅو او برياؤ په يادولو او منلو سره وويل: “په راتلونکي کې د نورو دا ډول پرمختگونو په تمه يو.”

د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د عوايدو سيسټم رياست يو نوى اپليکيشن د اظهارنامې د برچسپ د چاپ لپاره رامنځته کړى او کار اخيستنې وړاندې کړى ؤ.