د زابل ولايت په مستوفيت کې د سيگټاس سيسټم لومړۍ برخه په رسمي ډول د يوې پرانستغونډې په ترڅ کې پرانستل شوه او عملي کار يې پيل شو.
په دې غونډې کې د زابل ولايت والي ښاغلي بسم الله “افغانمل”، د زابل ولايت مستوفي ښاغلي محمد ظریف “بابري”، د ولايتي شورا غړيو، د عوايدو لوى رياست لېږل شوي پلاوي او د زابل ولايت د مستوفيت او بېلابېلو سيمييزو ادارو کارکوونکيو ونډه اخيستې وه.
په پيل کې د زابل ولايت مستوفي د سيگټاس سيسټم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغه سيسټم پلي کېدل يې ماليه ورکوونکيو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د مالياتو د راغونډولو په برخه کې د روڼتيا د رامنځته کولو لپاره يو اغېزناک گام وگاڼه.
ورپسې د زابل ولايت قدرمن والي خبرې وکړې او د زابل ولايت په مستوفيت کې يې د دغه سيسټم له بشپړې پلي کېدا هراړخيز ملاتړ وښود او د مستوفيت له کارکوونکيو څخه يې وغوښتل چې ورځنيو چارو کې ترې په ښه ډول گټه واخلي.
په پاى کې د سيگټاس سيسټم لومړۍ برخه د زابل ولايت د والي او مستوفي له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل شوه او عملي کار يې پرې پيل وکړ.